IQNA

د مراکش جوماتونه  له بې سوادۍ سره په مبارزې کې مخکښ دي

7:30 - December 02, 2023
د خبر لمبر: 3488358
ایکنا-(مراکش) د مراکش د اوقافو وزیر  له بې سوادۍ سره دمبارزې په پروګرام کې د دغه هیواد  په کلیوالو سیمو کې د څه دپاسه ۳۳۹۰ جوماتونو د مشارکت خبر ورکړ.

 ایکنانیوز د ۲۴ساعد له قوله راپور راکړ، د مراکش د اسلامی چارو او اوقافو وزیر احمد التوفیص ددغه هیواد مشرانو جرګې ته په یوه راپور کې  له بې سوادۍ سره د  مبارزې په پروګرام کې د مراکش د جوماتونو دپراخ مشارکت خبر ورکړ. دهغه په وینا،له ۲۰۲۲ کاله تر ۲۰۲۳ کال پورې په  په تعلیمي کال کې ددغه هیواد په کلو کې دلیک لوست په پروګرام کې د ګډون کونکو کسانو شمیر  څه دپاسه یو لک اوه دیرش زره پنځه سوه دوه نوي کسان، یعني ددغه پروګرام   دټولو ګډون کونکو ۴۷فیصدي برخه  وو.

 دهغه په وینا دمراکش جوماتونو له بې سوادۍ سره په مبارزې کې  دمخکښ رول درلودلی دی او په ۲۰۰۰کال کې ددغه پروګرام  له پیل راهسې تراوسه پورې له دغه پروګرامه په جوماتونو کې  څه دپاسه څلور میلیون اعشاریه پنځه میلیون کسانو  استفاده کړې ده چې  څه دپاسه یو میلیون اته لکه پنځه اویا زره کسانو څخه یعني  د کلیوالو سیمو   کابو ۴۲فسصدي آبادي جوړوي.

 التوفیق په وینا ، دهغو جوماتونو شمیر چې په کلیوالو سیمو کې د لیک لوست د کلاسونو کوربه وو،څه دپاسه ۳۳۹۱ جوماتونو ته رسیږی . هغه همداراز په ښونځیو کې د جوړو شوو کلاسونو او د لیک لوست له پروګرامونو څخه   د مراکش په کلیوالو سیمو کې د میرمنو د پراخ هرکلی خبر ورکړ.

د مراکش داوقافو وزیر څه موده مخکې هم ددغه هیواد په جوماتونو کې د قرآنی مکتب خانو د احیاء اوروڼتیا خبر ورکړی ؤ.  دغه مکتب خانې  له پيړیو راهسې په مراکش کې په ښارونو او کلیوالو سیمو کې د زده کړې لپاره مرکزونه پاتې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4184883

 

captcha